مونږ په منبر ډېرې خبرې نه کوو، هرڅه په عمل کې ښیو

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۱۲:۵۰
-

کاپیسا ولایت کې د هوسا ولس او مسؤل نظام تر سرلیک لاندې ولسې ناستې ته د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر وویل: دښمن دلته د نفاق تخم شیندلی او ددغه تخم د خنثا کولو لپاره حکومت او ولس باید په یوه ټغر کېني او یوبل ته غوږ ونیسي
ښاغلي حقاني وویل: د حکومت او ملت د یووالي برکت و، چې له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو مهاجرینو داسې دروند استقبال وشو، چې ښایي د ډېرو پرمختللو هېوادونو په توان هم نه و برابر
نوموړي زیاته کړه، مونږ باید مدرسه او پوهنتون داسې معیاري کړو، چې د هېواد بچیان نورو هېوادونو ته اړ نشي، په تېر کې هېواد همغه خلکو د تجزیې په پوله ودراوه، چې بهر ته د تحصیل لپاره تللي وو
ښاغلي حقاني په بهر کې په ټولو افغانانو غږ وکړ، چې په ابرومندانه توګه خپل هېواد ته راشي او د هېواد په بیا رغونه کې بارزه ونډه واخلي
یاده ناسته، چې د اطلاعات او کلتور وزارت په هڅو جوړه شوې وه، ښاغلي حقاني ترې مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول ناستې دې دوام پیدا کړي او ټولو ولایاتو او ولسوالیو ته دې وغځول شي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل.
په پیل کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د شمالي ولایتونو د وضعیت په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د تلې په ۳۰مه د دغه هېواد د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو . . .

بېرته خبرونه ته