موسساتو سره د همغږۍ رییس د لوګر ولایت مرستیال والي سره ولیدل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۴:۱۱
1
د موسساتو سره د همغږۍ رییس شیخ عبدالرحمن رحماني له خپل تخنیکي ټیم سره لوګر ولایت ته د سفر پر مهال د دې ولایت د والي له مرستیال مولوي محمد انور دین پرور سره ولیدل.
ښاغلي رحماني په دې لیدنه کې لوګر ولایت د خپل سفر موخې تر څنګ وویل: د مهاجرینو وزارت موخه مظلومو مهاجرینو ته خدمت کول دي او اوس د دې وخت رارسېدلی چې اړمنو ته خدمت وکړو تر څو هغوی خپل ژوند په ارامه توګه پر مخ یوسي.
بل لورته د لوګر مرستیال والي د ښه راغلاست تر څنګ ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم به په دې ولایت کې د مهاجرینو ادارې سره خپله هم کاري کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته