مطـبوعـــاتـي اعـــلامـیــــه

anwari_morr

د نـــورستان ولایت د نــــور ګرام ولسوالۍ په تتين دره کې او د پنجشیر ولایت پـه حصه اول ولسوالۍ کې

 د غره او واورې ښویدنې له امله د مهاجـرینو او راستنېدونـکو چــارو وزارت د خـواشیني او ډاډ ګیرنـې پیغام

د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ او د پنجشیر ولایت په حصه اول ولسوالۍ په دره مکني کې د غره او واورې ښوېدنې له امله زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپي شوي دي. همدا ډول یو شمېر کورنۍ بې ځایه شوې دي. د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د یادې پېښې په تړاو خواشیني څرګندوي او ډاد ورکوي، چې بې ځایه شویو او زیانمنو شویو کورنیو ستونزو ته به رسیدنه وشي او بنیادي مرستې به ور سره وشي. د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت شهیدانو ته د لوی رب - جل جلاله - له دربار څخه د مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوي ددې ترڅنګ د نورستان او پنجشیر ولایتونو د مهاجرینو چارو امریتونو ته لارښوونه کېږي، چې ژر تر ژره د بېځایه شویو کورنیو اړتیاوې معلومې او په اړه یې له همکارو موسساتو سره په همغږۍ عاجل اقدامات ترسره کړي.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت همدا راز په ټولو خیریه بنسټونو، موسساتو، ملي تجارانو او شتمنو هېوادوالو غږ کوي، چې ژر تر ژره د مهاجرینو چارو وزارت او اړوندو ریاستونو سره په همغږۍ خپلې هرډول اړینې او بیړنۍ مرستې سیمې ته ورسوي.

 

                                                                                                          په درنښت

                                                                                               الحاج خلیل الرحمن حقاني

                                                                                د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر

نوي اعلانونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۵:۳۱
Background image

مطـبوعـــاتـي اعـــلامـیــــه

 د نـــورستان ولایت د نــــور ګرام ولسوالۍ په تتين دره کې او د پنجشیر ولایت پـه حصه اول ولسوالۍ کې  د غره او واورې ښویدنې له امله د مهاجـرینو او راستنېدونـکو چــارو وزارت د خـواشیني او . . .

Back to announcements