مالي او اداري مرسيتال د يوپلاوي په مشرۍ کنړ ولايت ته سفر وکړ

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۱۱:۴۷
14

د کډوالو او راستنېدونکو چارو زارت مالي او اداري مرستيال انجينير احمد ولي حکمي د يوپلاوي په مشرۍ کنړ ولايت ته  د داخلي بېخايه شوو او راستنېدونکو وضعيت څېړولو په موخه کنړ ولايت ته سفر وکړ.1

په ياد سفر کې د ښاغلي حکمي سره د بشري سرچينو رئيس عبدالخق موسوي او تخنيکي سلاکار شجاع الدين رفيع هم شتون درلود چې  دکنړ ولايت سرپرست والي ګل محمد بېدا سره يې د داخلي بېځايه شوو او ارستنېدونکو کډوالو پر وضعيت خبرې اترې وکړې.

ښاغلي حکمي د کډوالو چارو وزارت له لورې د زياتو مرستو د وېش ډاډ ورکړ او په هغه ولايت کې يې دکډوالو چارو ر ياست ته لارښوونه وکړه چې  يادې ستونزې وڅېړې او دحل لار ورته پيدا کړي.

نوموړي همدارنګه دکډوالو چارو زارت   د راستنېدونکو او بېځايه شوو د څانګو څخه هم ليدنه وکړه؛ دهغوی ننګونې او ستونزې يې واورېدې او دهمکاريو ډاډ يې ورکړويې ويل کومې ستونزې چې حل يې د وزارت په توان کې وي حل او کومې چې د وزارت د توان څخه پورته وي په يوراپور کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړې.

      

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۱:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر له پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې له څو تنو پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې راغلو حاضرینو او مشرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

له څلورو موسسو سره د شاوخوا ۲۰میلونو افغانیو او لسګونو زرو ډالرو پر ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کوار، د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټه، بشري خیریه او د کلیو بیا رغونې پرمختیايي برنامې موسسو سره د ۱۹ میلیونو ۹۴۳ زره ۹۳۸ افغانیو او ۶۰. . .

بېرته خبرونه ته