له کابل ولايت څخه ټول بېځايه شوي کډوال خپلو اصلي مېنو ته ستانه شول

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۸ - ۹:۵۶
همه بیجاشدگان که در فضای باز زندگی می کردند به ولایات اصلی شان بازگشتند

په کابل کې د نورو ولايتونو مېشت داخلي بېځايه شوي کډوال چې سرپناه یې نه لرله او په پارکونوکې يې تر شنه اسمان لاندې ژوند کاوه خپلو اصلي مېنو ته ستانه شول.

د دغه کډوالو د لېږد بهير, چې د اسلامي امارت د حاکميت له لومړي ورځي پيل شوی وو, نن پای ته ورسېد.

په دغه اړه جوړ شوي کنفرانس ته د کابل مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئیس قاري عبدالمتين رحيمزي وويل: په کابل ولايت کې ټول بېځايه شوي کډوال چې سرپناه یې نه لره اوپه پارکونوکې يې ترشنه اسمان لاندې ژوند کاوه; خپلو اصلي ولايتونو ته ولېږدول شول.

د نوموړی په وينا, د دغه بې ځايه شويو کډوالو شمېر چې له درې زرو څخه زيات و, د تېر فاسد نظام د ړوندو بمباريو له امله د شمال ختيځو او شمالي ولايتونو څخه کابل ته راکډه شوي وو او د تېرو دوو مياشتو راهېسي يې د کابل په نوي ښار پارک، د خېرخانې کوتل په ازادۍ پاک او لومړۍ برخې پارک کې يې ژوند کاوه.

ښاغلي رحيمزي د ټولو نړيوالو او کورنيو خېريه بنسټونو له مرستو مننه وکړه او و يې ويل: د دغه نړيوالو او کورنيو مرستندويه او همکارو موسسو په مالي مټ مو وکولای شول, ټول بې ځايه شوي کډوال خپلو اصلي مېنو ته ستانه کړو, چې تېره ورځ يې وروستۍ جوپه هم ولېږدول شوه.

هغه وايي, د افغان ښځو رضا کاره او يونين ايډ موسسې د دغو بې ځايه شوو کورنيو سره د ترانسپورت په برخه کېمرسته وکړه او له ستنېدو وروسته به ورسره نورې مرستې هم وکړي.

ښاغل رحيمزي زياته کړه, د دوی د معلومات پر اساس په (13مه) ناحيه کې (400) بې ځايه شوې کورنۍ شتون لري, چې د لېږد لپاره يې هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې د يونين ايډ موسسې رئيس امجد صافي وويل،چې د يادو کورنيو د بې ځايه کېدو څخه تر دا مهاله شاخوا درې نيم زرو کورنيو ته د لېږد او ستنېدو زمينه برابره شوې او د روغتيايي ستونزو د حل په برخه کې د تېرو دوو مياشتو راهیسي روغتيايي مرکزونه فعال شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۲۰:۳۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان او د سرپل له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په یوه ګډه ناسته کې د الفتح قول اردو له قومندان ملا رحمت الله محمداکا او د سرپل له والي قاري بختیار معاذ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۵:۲
Background image

پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په همکارۍ او نوښت نن په پروان کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د پروان په مرکز چاریکار کې په دې اړه جوړه شوې برنامه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د بشري مرستو په برخه کې د شاوخوا ۴ میلیونو افغانیو پر ارزښت ۴ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت نن د بشري مرستو مشارکت د همغږۍ، هېواد ټولنیز او حرفوي، ټيري ډيس هوم او ولت هنګري هلفي موسسو سره د ۳ میلیونه ۹۵۱ زره او ۷۱۹ امریکايي ډالرو او ۴. . .

بېرته خبرونه ته