له دوو موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۹:۵۲
-

 په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کنسرن او د بدلون لپاره د خلکو اقدام موسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
 د دې هوکړه لیک له مخې، د کنسرن موسسه به ۶۴۷ زره ۹۷۹ ډالره په کندز ولایت کې د ۲ زره ۵۱۹ کورنیو لپاره د سرپنا په ترمیم او د کور کرایه ورکولو برخه کې ولګوي.
 او د بدلون لپاره د خلکو اقدام موسسه په بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل، فاریاب، تخار او بدخشان ولایتونو کې د مچیو ساتلو روزنې، غالۍ اوبدلو او خیاطۍ په برخه کې ۴ میلیونه ۵۱۱ زره او ۳۰۳ افغانۍ لګوي، چې ۹۶۹ راستانه شوي او بې ځایه شوي به ترې ګټه واخلي.
 دا هوکړه ليکونه د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د د دغو موسسو د استازو له لوري لاسليک شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته