له بېځایه شویو سره مرستې باید د وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای ولري.

anwari_morr
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۱۱:۲۵
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنا غوښتونکو مرستیال وفي الله  کاکړ په افغانستان کې د ډنمارک د کډوالو کمېټې له استازو سره په ناسته کې وویل :" له بېځایه شویو سره مرستې باید د وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای ولري، په ځانګړي توګه په هلمند او کندهار کې. "

نوموړي له مرستندویه ادارو څخه غوښتنه وکړه چې له بېځایه شویو سره دې له(۳۲ نه تر ۴۸)ساعتونو پورې د خوراکي موادو او سرپناه په برخه کې مرستې وکړي.

همدارنګه ښاغلي ګاکړ د کډوالو وزارت له مالي ملاتړ کوونکو څخه غوښتنه وکړه چې له دې وزارت سره دې د مرستو د وېش د اسانتیا په برخه کې دې د کډوالو وزارت سره خپله همکاري لا زیاته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته