سمنګان: له قومي مخورو، د موسساتو له استازو او ځایي چارواکو سره ګډه ناسته ترسره شوه

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۳:۱۳
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقاني او ورسره مل پلاوي سمنګان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې ددغه ولایت له علماو، قومي مخورو، د موسساتو له استازو او ځایي چارواکو سره ګډه ناسته وکړه
په پیل کې د علماو، قومي مشرانو او خیریه بنسټونو په استازولۍ څو تنو خبرې وکړې، دوی راستنو شوو مهاجرینو ته د اسلامي امارت هراړخیزې هڅې وستایلې، خپلې ستونزې یې شریکې کړې او سمنګان ولایت ته د مهاجرینو چارو وزیر له ورتګ څخه یې مننه وکړه
یادو مشرانو ژمنتیا وښوده، چې د راستنو شوو مهاجرینو سره به ډول همکاري کوي او ترخپل توانه به ددوی لاسنیوی کوي
ورسته د مهاجرینو چارو سرپرست هراړخیزه وینا وکړه او ویې ویل، د اسلامي نظام د نفاذ په څېر د اسلامي نظام ساتنه هم فرض ده
نوموړي د ولسونو ترمنځ په یووالي ټینګار وکړ او د یووالي معیار یې اسلام او د اسلامي نظام ملاتړ یاد کړ
ښاغلي حقاني د لکونو مهاجرینو د مدریت لپاره د اسلامي امارت له مشرتابه او د افغان ملت له هراړخیزو همکاریو مننه وکړه اوهیله یې څرګنده کړه، چې یادو همکاریو ته ترپایه دوام ورکړي
ښاغلي حقاني په ټولو بهر میشتو هېوادوالو غږ وکړ، چې هېواد ته راستانه او خپلې پانګې هېواد ته را انتقال کړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته