سرپرست وزیر په کندز کې د مهاجرینو له رییس سره ولیدل
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني د کندز ولایت د مهاجرینو چارو رییس مولوي عبدالولي محمدي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې دکندز ولايت د مهاجرينو رييس له بې ځايه شويو او راستنېدونکو کورنيو سره د خپل رياست فعاليتونه، خدمتونه، مرستې او ستونزې د وزارت سرپرست ته وړاندې کړې.
ښاغلي حقاني په هغه هڅې وستایلې او د ستونزو د حل په موخه یې ورته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.