د کډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې د ترکيې سفير له مرستيال سره وليدل

sadam_morr
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۸:۴۱
معین امور پناهندگان وزارت امور مهاجرین با معاون سفیر ترکیه ملاقات نمود

دغه ناسته چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د زمري په ۲۴مه په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه، په ترکيې کې دافغان کډوالود مديريت او دد وی د بېرته راستنېدو پرمنظموالي خبرې اترې وشوې.

اغلې عالمې له ترکيې هېواد څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته په اشارې سره وويل، چې کډوالو ته دې د مرستو دوېش، روغتيايي خدمتونو، د الوتنې د احصايې کموالي او زيامنونکو کډوالو او په ځانګړي توګه ماشومانو ته دې ډېره پاملرنه وشي.

هغې له ترکيې هېواد څخه وغوښتل، چې د راستنېدونکو د ښه سمبالښت لپاره بايد افغان کډوالو دکابل هوايي ډګر له لارې هېواد ته دننه شي، نه د مزار هوايي ډګر له لارې.

په کابل کې د ترکيې د سفير مرستيال ژمنه وکړه، چې د کډوالواو راستنېدونکو چارو وزارت غوښتنې به په انقره کې دچارواکو له له خوا وڅېړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

بېرته خبرونه ته