د کډوالو وزير دناروې هېواد څخه غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو په دوسيوکې دې له زيات انعطاف څخه کار واخيستل شي

sadam_morr
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۱ - ۹:۱۲
وزیر امور مهاجرین از کشور ناروی خواست که در بررسی کیس های افغان ها از انعطاف بیشتر کار گیرد

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي سوېس ته په خپل سفر کې دناروې  هېواد د کډوالۍ برخې له استازو سره ليدنه وکړه او په هغه هېواد کې دکډوالو پروضعيت خبرې وکړې.

دغه ليدنه د تېر چهارشنبې په ورځ د تلې په ۱۷مه د سوېس په ژنوا ښارکې ترسره شوه او د دواړو هېوادونو دهوکړه ليکونو پر بياکنه  او د افغان کډوالو د دوسيو په برسۍ يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي بلخي وويل، هغه هوکړه ليک چې په ۲۰۰۵ کال کې لاسليک شوی بيا کتنې ته ضرورت لري او اړينه ده چې دواړه تخنيکي ټيمونه پرې کاروکړي.نوموړي زياته کړه، چې ددغه وزارت د پناه غوښتونکو مرستيالې ناروې هيواد ته په خپل سفر کې ښې خبرې اترې لرلې او هڅه کوي چې تخنيکي ټيمونه په ځانګړي توګه په دغه ستونزه کار وکړي.

بلخي زياته کړه ، چې په ناروې هېواد کې دافغان کډوالو قضيو برسي زيات اوږدمهالې ده او د ناروې هېواد څخه مې غوښتنه داده چې ددوی په قضيو کې دې د  زيات انعطاف څخه کار واخيستل شي او دبې سرپرسته ماشومانو د ديپورت کولو چې تر اوسه يې کورنۍ ته دي پېژندل شوي لاس واخلي.

دناورې هېواد  دکډوالۍ برخې استازو د پناه غوښتنې په برخه کې د پروسې د روڼتيا ( شفافيت)  خبر ورکړ. په پايه کې وړانديز وشو چې تخنيکي ټيمونه به په جدي توګه خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۳
Background image

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د چارو د لا ښه تنظیم په موخه، د مهاجرینو چارو وزارت په کوربه‌توب د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د استخباراتو لوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۱
Background image

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: د بودیجې له زیاتوالي سره به له کډوالو سره مرستې زیاتې شي

پورته ټکی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ(UNHCR) مرستیالې اغلې وینسا مټر بولي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس ښاغلي سعید احمد بنوري سره په لیدنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

بېرته خبرونه ته