د کډوالو وزارت او د ملګرو ملتونو دفترونو د استازو تر منځ ګډه ناسته وشوه

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۳:۴۴
-

د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د مسلکي معین الحاج عبدالرحمن راشد په مشرۍ د ملګرو ملتونو د دفترونو له استازو سره ګډه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د وزارت د پلان او پالیسۍ، د داخلي بېځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې رییسانو او د ملګرو ملتونو د استازولۍ ( یوناما ) د کډوالو په چارو کې د ملګرو متلونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د بشرې مېشتېدنې ادارې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي برنامو استازو ګډون کړی و، چې په کندوز او بغلان ولایتونو کې د هغوی پر پروژو بحث او خبرې وشوې.
ښاغلي راشد د کډوالو لپاره د بنسټیزو او ملاتړو پروژو له اجرا کولو هرکلی وکړ او د دې ډول پروژو لپاره یې د یو واضح میکانیزم جوړولو او له کډوالو وزارت سره یې د شریکولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي معین د فعالیتونو، دندو او د ګټه اخیستونکو د شمېر روښانه کولو ته هم اشاره وکړه او په راتلونکي کې یې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) د بشري همغږۍ مشرې آغلې اریزو هتسا، په هېواد کې په کډوالو پورې اړوند پروژو پلي کولو کې د ملګرو ملتونو د دفترونو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل:  پروژې د اړتیاوو پر بنسټ او د بېځایه شویو او راستنېدونکو تر ارزونې وروسته پلي کېږي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د دفترونو او سکتوري ادارو ترمنځ همغږي  اړینه ده.
نوموړې همداراز وویل، هیله‌منه ده، چې راتلونکې پروژې له کډوالو وزارت سره په همغږۍ پلې شي.
د کډوالو وزارت مسلکي معین د کړنو او فعالیتونو د ښه ترسره کولو لپار د دواړو لوریو تر منځ پر یو تخنیکي ټیم، بشپړې همغږۍ او لازمو لارښوونو ټینګار وکړ.
ټاکل شوې ده، چې ډېر ژر د دواړو لوریو تر منځ ګډ تخنیکي او د همغږۍ ټیم رامنځته او په راتلونکې کې د د اړوند موضوعاتو په تړاو ناستې وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په سپيدار ماڼۍ کې د لوی اختر لمونځ ادا شو

په سپيدار ماڼۍ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبر په ګډون د لوی اختر لمونځ ادا شو. په دې مراسمو کې د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو مسوولینو، په کابل کې د مېشتو. . .

بېرته خبرونه ته