د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په پرانیسته کې ګډون او وینا وکړه.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۲:۱۹
-
د چهار اسیاب په ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یاده پروژه د کډوالو چارو د وزارت په تخنیکي همکارۍ او د اسلامي همکاریو د سازمان په مالي ملاتړ بشپړه شوې.
د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر ښاغلی محمد سعید العیاش له یاد سازمان سره د عامه پروژو په بشپړولو کې د کډوالو چارو وزارت له همکارۍ مننه وکړه او وې وویل، چې یاده پرروژه په ودانېزه برخه کې د اسلامي امارت او د اسلامي همکاریو د سازمان د ګډې همکارۍ ښه پیل دی.
ښاغلي العیاش د مدرسو او جوماتو د رغولو په برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان د ژمنتیا یادونه وکړه او زیانه یې کړه، چې تمه ده د کډوالو چارو وزارت په تخنیکي همکارۍ ورته نورې رغنیزې چارې هم پیل کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان فعالیت مهم یاد کړ او له افغانانو سره د یاد سازمان د بشري مرستو ستاینه یې وکړه.
محترم وزیر په هېواد کې د عامه پروژو د رغولو په برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان د مرستو د دوام غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي نړۍ دې د جوماتونو، مدرسو او ښوونځیو په رغولو کې ونډه واخلي.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې اسلامي امارت له هرې ممکنې شرعي لارې د جوماتونو او ښوونیزو مرکزونو د ابادولو هڅې کوي او دا لرۍ به دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د پکتیکا ولایت لپاره د اسلامي امارت له ځینو ډلګۍ مشرانو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د هلو ځلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت ۳۰ تنه کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر زده کړې فراغت سندونه ترلاسه کړل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرکزي ریاستونو ۳۰ تنو کارکوونکو د انګلیسي او کمپیوټر د زده کړه ییزو برنامو تر بشپړولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د سلګونو زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ژغورنې نړۍوالې کمېټې(IRC) موسسې سره د ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه ‌لیک د لاسلیک مراسم د. . .

بېرته خبرونه ته