د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ډنمار د کډوالو شورا له مشرې اغلې چارلت سلنته سره وکتل.

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۸:۵۹
_


په دې ناسته کې چې د افغانستان او منځنۍ اسیا لپاره د ډنمارک د کډوالو شورا مسوولینو هم برخه لرله، په افغانستان کې د زلزلې له امله بیځایه شوو او له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنېدونکو افغانانو ته د مرستو رسولو په اړه خبرې وشوې.
اغلې چارلت سلنته په زلزله کې د هېوادوالو د مرګ ژوبلې له امله خپله غمشریکي له محترم وزیر سره شریکه کړه او زیاته یې کړه، چې د ډنمارک د کډوالو شورا(DRC) خپلې بېړنۍ مرستې د افغانستان ختېځ ته لېږلي دي او همکاران یې له اسلامي امارت سره په همغږۍ مرسته رسونه کوي.
نوموړې له کډوالو چارو وزارت سره په همکارۍ ټېنګار وكړ او د اسلامي امارت لخوا راستنېدونکو ته د وړاندې کېدونکي خدمتونو ستاینه یې وکړه.
اغلې چارلت سلنته، پر وخت د کډوالو لاس نیوي لپاره د اداري لړۍ د ساده او لنډېدو وړاندېز وکړ او زیاته یې کړه، چې د لنډ مهاله مرستو سربېره باید د کډوالۍ پر دایمي حللارو فکر وشي.
هغې په جبري ډول د کډوالو ستنول د اندېښنې وړ یاد کړ او په وینا یې، چې له پاکستاني او ایراني چارواکو سره به د افغان کډوالو په تړاو اندېښنې شریکې کړي او دغه راز به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څنډه کې د افغان کډوالو ستونزې تر اړوندو هېوادونو ورسوي.
محترم مولوي عبدالکبیر د ډنمارک د کډوالو شورا چارواکو او مسوولینو ته ښه راغلاست وویل او د هغوي بشري مرستې یې وستایلې.
محترم وزیر زیاته کړه، چې د زلزلې له امله بیځایه شوي بېړنیو خوراکي او غیري خوراکي مرستو ته اړتیا لري او اسلامي امارت یوې کمیټې ته دنده سپارلې چې مرستې په ښه ډول اغېزمنو ته ورسوي.
نوموړي بیځایه شوو ته پر نقدي مرستو او د هغوي د کورونو پر بیارغونه ټېڼګار وکړ او یادونه یې وکړه، چې نړیوال بنسټونه دې له بیځایه شوو سره له مرستې خپل امکانات نه سپموي.
د ناستې پر دوام محترم مولوي عبدالکبیر وویل، چې اسلامي امارت راستنو شوو ته د دندې موندې هڅې کوي او د کډوالۍ د دایمي حل لپاره اسلامي امارت لاس په کار دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته