د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نیمروز ولایت د مهاجرینو ریاست له ریيس حاجي عبدالله ریاض او د کابل ولایت د مهاجرینو رییس مولوی عبدالرحمن حبیب زی سره وکتل.

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۸:۱۴
-

په دې ناسته کې حاجي عبدالله ریاض د نیمروز ولایت د مهاجرینو ریاست د فعالیتونو، له ایران څخه راستنېدونکو افغان کډوالو ته د سهولتونو او خدماتو د برابرولو او موجودو ستونزو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل. نوموړي څرګنده کړه چې د مهاجرینو ریاست کارکوونکي د هېوادوالو د خدمت په موخه خپل رسمي وخت ته ځانګړې نه دي پاتې، بلکې تر اوږدو ساعتونو پورې خپلې دندې پرمخ وړي.
د کابل ولایت د مهاجرینو رییس هم په دې ناسته کې د کابل په کچه د مهاجرینو د وضعیت، خدماتو، شته ستونزو او د حل لارو چارو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي  زیاته کړه چې د کابل ولایت د مهاجرینو ریاست هڅه کوي چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته ژر ځواب ووايي او هغوی ته لازم سهولتونه برابر کړي.   
محترم مولوي عبدالکبیر د نیمروز ولایت د مهاجرینو ریاست هڅې وستایلې او د کډوالو د ښه مدیریت لپاره یې د لا زیاتې پاملرنې او هڅو غوښتنه وکړه.
 نوموړي وویل، چې د راستنېدونکو کډوالو خدمت یوه سپېڅلې دنده ده، باید له مهاجرینو سره د اخلاص، صداقت او زغم په روحيه چلند وشي، څو دوی د خپل وطن د تودو غېږو احساس وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۲۰:۵۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کندز د کلباد ولسوالۍ له څو تنو علماوو او مخورو سره وکتل

د کندز له کلباد څخه راغلیو قومي مخورو او علماوو د کډوالو چارو وزارت له همکارۍ او لیدنو څخه په خوښۍ وویل، چې د اسلامي امارت له مشرانو سره د ولس ناستې د حکومت او خلکو تر منځ د ښو اړیکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په لړ کې دغه ولایت ته د ورستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل او له لسګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره یې نغدي مرسته وکړه

د خوست د کډوالو چارو ریاست مقام ته د وربلل شویو راستنو شویو په ناسته کې، محترم مولوي عبدالکبیر راستنو شویو هېوادوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې افغانان د دین او د هېواد د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۵۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د خوست د جهادي مدرسې د دستاربندۍ په غونډه کې د خوست پر سیمه ییزو چارواکو سربېره، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده، د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو معینانو، د اسلامي امارت. . .

بېرته خبرونه ته