د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مرستیالې او د بحرانونو د مدیریت د برخې له مشرې اغلې شکونودا سره وکتل

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۱۵
-

په دې ناسته کې، چې له اغلې شکونودا سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې یا UNDP مسوولینو هم برخه لرله، افغان راستنو شویو ته د مرستو او په هېواد کې د کډوالۍ پر دایمي حل لارو خبرې وشوې.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې مرستیالې او د بحرانونو د مدیریت د برخې مشرې اغلې شکونودا د راستنېدونکو د لړۍ د ښه مدیریت له امله د اسلامي امارت د هڅو په ستایلو سره وویل، چې افغانستان د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې لپاره لومړیتوب لري او یادونه یې وکړه، چې د افغان کډوالو د ستونزو پر دایمي حل کار کوي.
اغلې شکونودا څرګنده کړه، چې د راستنو شویو ظرفیتونو او وړتیاوو ته په کتو،  هغوی به د ټولنې فعال غړي شي او هغوی ته د مناسب کاري چاپېریال د چمتو کولو په برخه کې هڅې کوي.
د ناستې پر دوام د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې پلاوي د راستنو شویو چارو ته د رسېدنې او اغېزمن کار په موخه د کډوالو چارو له وزارت سره د ګډې کمېټې وړانديز وکړ.
محترم مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او له افغانانو سره یې د ملګرو ملتونو له مرستو مننه وکړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې د ژمي په راتګ سره د راستنو شویو ستونزې ډېرې شوې دي او په ګاونډیو هېوادونو کې د پاتې افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې اسلامي امارت له کډوالو سره د لنډمهاله مرستو تر څنګ د دایمي سرپناوو پلان هم پلي کوي او په دې برخه کې یې د نړیوالو د مرستو غوښتنه وکړه.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې د کډوالو چارو وزارت اړمنو راستنو شویو ته د مرستې د وېش لړۍ پیل کړې او یادونه یې وکړه، چې د ملګرو ملتونو ادارې دې هم د کډوالو لاس نیوی وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د زرګونو ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ

د مهاجرینو چارو وزارت له ستاسو غږ موسسې سره د ۷۲ زرو او ۵۷۷ ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
دغه پیسې به په ننګرهار کې ۱۱۰کورنیو ته د مسلکي زده‌کړو او مرستو کڅوړو د وېش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۵:۴۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس سره ولیدل.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت اړوند د کوچیانو چارو د سمون له لوی رییس مولوي بصر صاحبزاده سره ولیدل.
په دغې لیدنه کې اړمنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په سپيدار ماڼۍ کې د لوی اختر لمونځ ادا شو

په سپيدار ماڼۍ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبر په ګډون د لوی اختر لمونځ ادا شو. په دې مراسمو کې د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو مسوولینو، په کابل کې د مېشتو. . .

بېرته خبرونه ته