د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ له وزیر محترم نورالدین عزیزي او نورو چارواکو سره و کتل

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۲۰:۸
_
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ له وزیر محترم نورالدین عزیزي د افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو کمېسیون د ارتباط مسئول ښاغلي انس حقاني، د سرحدونو او قبایلو وزارت مسلکي معین احمد طه او د بغلان ولایت لېواه مسوول سره وکتل.
په دې لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو د اقتصادي وضعیت، د هغوی د کاروبارونو د ودې او د بازارموندنې آسانتیاوو په اړه خبرې وشوې.
په دې لیدنه کې محترم مولوي عبدالکبیر د هغو ستونزو یادونه وکړه چې راستنېدونکي کډوال ورسره مخ دي او له هغوی سره یې په دوامدارې همکارۍ ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي ډاډ څرګند کړ چې یاد وزارت به له راستنېدونکو کډوالو سره د کوچنیو کاروبارونو، مسلکي روزنو او بازار ته د لاسرسي په برخه کې همکاري وکړي. نوموړي ژمنه وکړه، چې د کډوالو د اقتصادي ثبات او ټولنیز ادغام لپاره به د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سره خپلمنځي همغږي لا پیاوړې کړي.
همدار راز په دې لیدنه کې حافظ انس حقاني وویل، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو کمېسیون هڅه کوي چې له بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو تر څنګ له افغان شخصیتونو سره د باور فضا رامنځته کړي او هغوی ته د بېرته راستنېدو مناسب شرایط برابر کړي. نوموړي زیاته کړه چې د ددې موخو د لا ښه تحقق لپاره د اړوندو ادارو همکاري مهمه ده.
محترم مولوي عبدالکبیر د صنعت او سوداګرۍ وزارت او له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته یې د راستنولو کمېسیون د هڅو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت له لوري به له دوی سره اړینې همکارۍ وشي، څو دا پروسه لا اغېزمنه او منظم پر مخ ولاړه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو مرستیالانو او مرکزي رئیسانو برخه درلوده، له اجنډا سره سم د یو شمېر مهمو موضوعګانو په هکله په کې بحث او پریکړې وشوې.
محترم مولوي عبدالکبیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۸:۵۳
Background image

د کډوالو چارو وزارت د ۴۰۰ زرو څخه زیاتو ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

د وږې میاشتې په ۲ مه نیټه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د راه نوین ټولنیزې او پراختیایي موسسې سره د ۴۷۳ زره او ۳۶۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د هېواد د بېلابیلو سیمو د اهل تشیع له یو شمېر علماوو او قومي مخورو سره وکتل.

په دې ناسته کې د اهل تشیع حاضرو مخورو او علمای کرامو په هرات کې د ترافیکي پېښې قربانیانو ته دعا وکړه او د اسلامي امارت لخوا راستنېدونکو هېوادوالو ته وړاندې کېدونکو خدماتو او د هغوي د. . .

بېرته خبرونه ته