د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین د ناروې هیواد د بشري مرستو ادارې له رییس سره ولیدل

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۵۹
-

د کډوالو  او راستنيدنکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د ناروې هیواد د بشري مرستو رییس اریک ابیلد او ور سره مل پلاوي د ایران څخه د جبري راستنېدونکو کډوالو او د هیواد په ختیځ کې د زلزلې د زیانمنو پر وضعیت او د مرستو پر ډېروالي خبرې وکړې.
مالي او اداري مرستیال د ښه راغلاست تر څنګ د ایران څخه د جبري راستنېدونکو او د هیواد په ختیځ کې د سختې زلزلې د زیانونو په تړاو خبرې وکړې.
په اسلام اباد کې د ناروې سفارت سلاکار وویل، چې ناروې هیواد د افغانستان پخوانی دوست هیواد دی. نوموړي زیاته کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې امنیت ټینک شوی دي او په ډاډه زړه مو د افغانستان له طبیعي منظرو څخه خوند واخیست، نوموړي زیاته کړې، چې د امارت څلور کلن مزل ډېر بریالی په دې و، چې دوی د خپلو وګړو سره په هره طبیعي او غیر طبیعي برخه کې اوږه پر اوږه روان و، یاد کس د اسلام قلعه او په ختیځ کې د زلزلې یادونه وکړه، چې د امارت چارواکو او خیریه بنسټونو په دې برخه کې له ځپلو سره اوږه پر اوږه ولاړ و او په هر حالت کې یې د هغوی لاسنوی وکړ.
نوموړي زیاته کړه، چې موږ تر اسلام قلعه لاړو، خو دې مسلې ډېر حیران کړو، چې د امارتي ادارو د خپلو راستنېدونکو ډېره ښه پلنه کوله. نوموړي د کونړ د زلزلې په اړه خواشنیني څرګنده کړه او د امارت د هڅو ستاینه یې وکړه.
د غونډې په جریان کې د ناروې د بشري مرستو رییس وویل: چې دا ډېره هیښوونکې وه، چې د کونړ د زلزلې ځپلو سره د امارت چارواکي په یوه ټغر ناست و او د قاغذ پرانۍ او بیو کراسۍ پرته یې په عاجله توګه د هغوی لاسنوی وکړ. همدا ډول  په اسلام قلعه کې موږ ولیدل، چې چارواکي د خپلو کډوالو د پالنې په موخه له هغوی سره اوږه پر اوږه ولاړ دي.
نوموړي زیاته کړه، چې ناروې هیواد به د خپلو شریکانو او خیر بنسټونو له لارې د افغانانو سره ۵۸ میلیونه ډالرو مرسته کړې او د نورو مرستو پر موخه به هم اقدام وکړي. د ناروې وکړې د افغانانو سره متحد دی او په سختو شرایطو کې به یې یوازې نه پریږدي.
مالي او اداري مرستیال د دوی د ډاډ او د مرستو د دوام او ملاتړ مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې کابو په ۶ میاشتو کې د ایران او پاکستان هیوادونو څخه څه باندې ۱۶ لکه افغانان په زروه را ایستل شوي دي.  موږ د خدای تعالی (ج) پر وړاندې د خپلو ولسونو د پالنې په برخه کې مسوول یو او له زموږ څخه پوښتنه کیږي، نو موږ به د خپلو ولسونو په پالنه کې هیڅ وخت بغوري ونه کړو.
هغه زیاته کړه: دا ډېره خواشینونکې ده، چې زموږ افغان کډوالو په کوربه هیوادونو کې په خپل همت ښه ژوند د ځان لپاره مهیا کړی و، مګر یو ناڅاپه او په زروه ایستنه ددې باعث شوه، چې د دوی ژوند بېرته له صفر څخه شروع کړي، چې دا ډير سخت حالت دی. موږ هیله لرو چې دوی سره د د سرپنا، روغتیا، زده کړو، شلتر او نورو اړینو برخو کې مرستې وشي. دواړو لوریو د کډو همکاریو په اړه یې ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

بېرته خبرونه ته