د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له کارکوونکو سره غونډه وکړه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۴۶
-
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د ریاستونو د کړنو د ارزونې او د راپورونو د اورېدنې په موخه د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست مسوولین خپل دفتر ته بللي وو.
ښاغلي فاني په ټولنه کې د رسنیو پر ارزښت، رسالت او مسؤلیت رڼا واچوله او څرګنده یې کړه، چې رسنۍ کولای شي د حقایقو په انعکاس سره د ملت او دولت ترمنځ د نږديوالي سبب شي او هم د حکومتي مسؤلینو د فعالیتونو، لاسته راوړنو او د دوی اړونده ادارو په اړه ولسونو سره لازم او پر وخت اطلاعات شریک کړي.
هغه زیاته کړه: هغه رسنۍ چې د رسنیز ډګر اصول مراعتوي او په خپلواکه توګه د هېواد د ښېرازۍ، امنیت او پرمختګ په اړه پر حقایقو ولاړ راپورونه له خلکو او نړیوالو سره شریکوي او د افغانستان څخه مثبت تصویر وړاندې کوي، باید تشویق او لاسنیوی يې وشي.
ورپسې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مفتي عبدلمطلب حقاني په خپلو خبرو کې له رسنیو سره پر وخت د اطلاعاتو شریکول اړین و ګڼل او دا چاره یې د اسلامي امارت د رښتینولۍ او د رسنیو څخه ملاتړ وباله. نوموړي زياته کړه چې د اطلاع رسونې بهیر کې سرعت، دقت او بیطرفي به د دولت د لاسته راوړنو څخه ملت خبر او د دوی د رضایت سبب شي.
په پای کې د یاد ریاست کار کوونکو په کاري بهیر کې خپلې ستونزې او مشکلات شریک کړل او ښاغلي فاني صیب یې د حل ډاډ ورکړ

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو وزارت کې له همکاهنګي کمک های بشري موسسې سره د ۸۵ زره ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به یاد شمېر پیسې د نغدي مرستو وېش او په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په کابل کې د هغه د دندې پای ته رسېدو له امله د مخې ښې لیدنه وکړه

په ناسته کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال د خپل کاري ماموریت په موده کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکاریو او لیدنو له امله خوښي څرګنده کړه او د افغان ولس له مېلمه پالنې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۱۵
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې له مرستیالې او د بحرانونو د مدیریت د برخې له مشرې اغلې شکونودا سره وکتل

په دې ناسته کې، چې له اغلې شکونودا سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې یا UNDP مسوولینو هم برخه لرله، افغان راستنو شویو ته د مرستو او په هېواد کې د کډوالۍ پر دایمي حل. . .

بېرته خبرونه ته