د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د بغلان د علماو شورا له رئیس او د یاد ولایت د نهرین ولسوالۍ له څو تنو مخورو سره وکتل.

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۲۲:۵۹
-
د پیل په ناسته کې د بغلان د علماو د شورا رئیس شیخ کمال الدین حقاني په یاد ولایت کې د کډوالو ستونزې او یو شمېر وړاندیزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
ښاغلي حقاني په بغلان کې د راستنو شوو د ګڼو ستونزو د حل په برخه کې د ځانګړي ښارګوټی پرانیستل اغېزمن وبلل.
همدارنګه د بغلان د نهرین ولسوالۍ څو تنو مخورو په خپلو سیمو کې د اسلامي امارت لخوا د یو لړ پروژو د پیل غوښتنه وکړه او د یوې نیمګړې پروژې د بشپړیدو وړاندېز یې له محترم وزیر سره شریک کړ.
محترم مولوي عبدالکبیر د بغلان د علماو شورا رئیس او قومي مخورو ته د ښه راغلاست پر مهال له اسلامي نظام سره د هغوی د همکاریو ستاینه وکړه.
محترم وزیر وویل، چې اسلامي امارت د کډوالو لپاره د عالي کمېسیون په رامنځته کولو سره د هغوي ستونزو ته رسیدنه کړې ده او په ځینو پاتې ولایتونو کې هم د مهاجرینو لپاره د ښارګوټو د پرانیستلو چارې روانې دي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه چې اسلامي امارت د ولس غوښتنو ته متوجه دی او راغلو مشرانو ته یې یادونه وکړه، چې د بغلان د سیمه ییزو مسوولینو په همغږۍ خپل وړاندیزونه له اړوندو مرکزي اداره سره شریک کړۍ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته