د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د اهل تشیع له څو تنو مخورو او علماوو سره وکتل.

anwari_morr
جمعه ۱۴۰۴/۲/۲۶ - ۲۰:۱۱
-
په دغو ناستو کې چې د کډوالو د ستونزو پر حل او د اهل تشیع ولسونو د یو لړ وړاندېزونو په هکله په کې خبرې وشوې، راغلو مخورو د قومونو د ستونزو د حل په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو په ستایلو سره وویل، چې اهل تشیع وګړي د اسلامي نظام له کړنو رضایت لري.
حاضرو مخورو او علماوو په ایران کې د افغان مهاجرینو د قانوني اسنادو او د هېواد په ځینو سیمو کې کډوالو ته د استوګنیزو ښارګوټو اړوند وړاندیزونه له محترم مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع مخورو او علماوو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، چې اسلامي امارت د مهاجرینو ستونزو ته متوجه دی او اړوندو امارتي ادارو ته دنده سپارل شوې چې په بهر کې افغان کډوالو ته د اړتیا وړ اسناد چمتو کړي.
محترم وزیر د اسلامي امارت ادارې د ولس په خدمت کې وبللې او په وینا یې چې حکومت د اغېزمن کار په موخه د خلکو همکارۍ ته اړتیا لري.
محترم مولوي عبدالکبیر، د خپلو خبرو په پای کې، د اهل تشیع د مخورو وړاندیزونو ته د رسیدنې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته