د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پاکستان په کویټه ښار کې له افغان کونسل مولوي ګل حسن سره وکتل.

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۰:۳۵
-
 
په دې ناسته کې مولوي ګل حسن د پاکستان په بلوچستان ایالات کې د افغان کډوالو د وضعیت په هکله وروستی معلومات له محترم مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل او زیاته یې کړه، چې په بلوچستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستان د نورو ایالتونو په پرتله د ناسم چلند پېښې کمې دي او په کویټه کې افغان استازولۍ هڅې کړې چې پر وخت د افغان مهاجرینو ستونزې د حل په موخه له پاکستاني لوري سره شریکې کړي.
په دې ناسته کې د پاکستان په بلوچستان کې د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل، د اړونده ادارو ترمنځ د همغږۍ په زیاتوالي او نورو اړونده موضوعاتو بحثونه وشول.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې د افغان د سفارت او کونسلګریو د مسوولینو هڅې وستایلې او یادونه یې وکړه، چې له هرې ممکنې لارې دې د مهاجرینو ستونزو د حل لپاره اقدام وشي. هغه وویل، چې په هېواد کې د راستنېدونکیو افغانانو لپاره لازم چمتوالی نیول شوی؛ خو ټینګار یې وکړ چې له کډوالو سره د کوربه هېوادونو له لوري زور زیاتی د منلو وړ نه دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال محترم انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده سره وکتل.
په دغې لیدنه کې راستنو شویو ته په ښارګوټو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۲۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه. د دغې برنامې موخه د ښوونیزو اړتیاوو لومړیتوب ټاکل او د یاد وزارت د کارکوونکو د. . .

بېرته خبرونه ته