د ډنمارک د کډوالو ټولنې رییسې د وزارت له مسلکي مرستیال سره وکتل

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۹:۶
MORR
په کابل کې د ډنمارک د کډوالو ټولنې رییسې اغلې دانیه الشریف د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له مسلکي مرستیال مولوي عیدالرحمن راشد سره وکتل.
دا کتنه د مولوي عبدالرحمن راشد دفتر کې وشوه، چې په هېواد کې د دغه ټولنې د کاري پروژو په اړه پکې خبرې وشوې.
مسلکي مرستیال د دغه بنسټ د اداري لګښتونو د کمښت او مهاجرینو ته د پروژو د لا زیاتېدو غوښتنه څرګنده کړه.
مېرمن دانیه الشریف له حکومتي ادارو سره په همغږۍ کې د پروژو د پلي کېدو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: زموږ هدف مهاجرینو ته خدمت او د کډوالۍ مخنیوی دی.
هغې په راتلونکي کې د بنسټ د اداري لګښتونو د کمښت او مهاجرینو ته د مرستو په وړاندې کولو کې د لا پاملرنې ډاډ ورکړ.
ښاغلي راشد په هېواد کې د دغه بنسټ د پروژو په پلي کېدو کې د توازن غوښتنه څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته