د چارو  د ښه والي په موخه، د مهاجرینو وزارت د دوو مرکزي رییسانو تبدیلي او ټاکنه وشوه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۱
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت دوه مرکزي رییسان، چې د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ یې تبدیلي منظور شوې وه، د وزارت د مرستیالانو له خوا معرفي شول.
د دفتر ریاست پخوانی رییس قاري محمد اجمل ویاړ راستنېدنې ته د هڅونې د رییس په توګه ته او راستنېدنې ته د هڅونې پخوانی رییس مولوي محمد جان خدرخېل د دفتر ریاست د رییس په توګه تبدیل او د مهاجرینو وزارت د اداري او مسلکي مرستیالانو الحاج محمد ارسلاح خروټي او مولوي عبدالرحمن راشد له خوا د دواړو ریاستونو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
ښاغلي خروټي د دوی د معرفي کولو پر مهال وویل: په اداره کې بدلون او تبدیلي یو اصل دی او دا د پرمختګ او پراخیتا سبب ګرځي.
هغه د دواړو رییسانو د پخوانيو کارونو ستاينه وکړه او له کارکوونکو يې وغوښتل، چې له دوی سره په رښتینې توګه خپله همکاریو ته دوام ورکړي.
د وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد خلکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د دوی د لا بریالیتوب غوښتنه څرګنده کړه.
قاري محمد اجمل ویاړ وویل: موږ تل د خلکو په خدمت کې یو او په هر ریاست کې چې یو، هڅه به کوو چارې په ښه ډول تر سره کړو او د خپل ولس خدمت وکړو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل.
په پیل کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د شمالي ولایتونو د وضعیت په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د تلې په ۳۰مه د دغه هېواد د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو . . .

بېرته خبرونه ته