د پناه غوښتونکو مرستيال په افغانستان کې د ترکيې د سفير مرستيال سره ليدنه وکړه

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۰ - ۹:۵۴
________

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ په افغانستان کې د ترکيې د سفير مرستيال سره ليدنه وکړه او په ترکيې کې يې د افغان کډوالو او راستنېدونکو پرو ضعيت خبرې وکړې.

ښاغلي کاکړ د افغانستان او ترکيې حکومت د اوږدمهاله دوستانه اړيکو يادونه وکړه او همدا راز يې په لويه کچه د افغان کډوالو په سيمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو او همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ

د پناه غوښتونکو مرستيال په نږدې راتلونکي کې ترکيې ته دخپل سفر اعلان وکړ او د افغانستان او ترکيې په اډانه کې په ګډو همکاريو او په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعيت څخه د ليدنې خبر ورکړ.

د ترکيې د سفير مرستيال هم د دواړو هېوادونو اړيکې ښې او دوستانه وبللې او دکډوالۍ په برخه کې يې دافغانستان له حکومت سره همکاريو ته په دوام ورکولو ټينګار وکړږ

ښاغلي کاکړ د کار لپاره د کډوالۍ پالېسۍ، د کډوالۍ هر اړخيزه پالېسۍ، د افغان ډيپورت شوو پالېسۍ او په دوو سناريو کې د کډوالو وزارت د چمتوالي د پرمختګ په اړه هم خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته