د پناه غوښتونکو مرستيال په افغانستان کې د ترکيې د سرې مياشتې له رئيس سره ليدنه وکړه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۱۱:۱۰
_____

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ په افغانستان کې د ترکيې د سرې مياشتې له رئيس  فاتح آيتکين  سره ليدنه وکړه اود ترکيې څخه راستنېدونکو کډوالو ته د لاسرسي  او د دواړو ادارو په لا زياتې همغږۍ يې خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې چې د ليندۍ په ۲۲مه په کډوالو وزارت کې ترسره شوه د ترکيې څخه د راستنېدونکو افغان کډوالوپه پالېسۍ کې داصلاحاتو راوستو په اړه خبرې وشوې.

په ناسته کې ښاغلي کاکړ د ترکيې د سرې مياشتې د رئيس د غوښتنې په ځواب کې وويل: (( ددې پالېسۍ له تخنيکي ناستې او بياکتنې وروسته، به دوی ددې پالېسۍ په سرليک کې اړين بدلونونه شامل کړي)).

د پناه غوښتونکو مرستيال په وروستيو کې د ترکيې سرې مياشتې له خوا دکډوالو او راستنېدونکو په برخه کې د افغانستان حکومت سره د څوکلنو همکاريو له امله مننه وکړه.

‌

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته