د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالات کې تر ( ۱۶) زرو زيات افغان محصلين او کار پوهان ژوند کوي

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۶ - ۱۰:۲۴

د هغو شمېرو له مخې، چې د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالات کې د مهاجرينواو راستنېدونکوچارو وزارت د څانګې له لورې راټول شوي او رالېږل شوي، په دغه ايالات کې (۱۶۰۷۴) افغان محصلين او کار پوهان ژوند کوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې د يادو کسانو له ډلې اوسمهال ( ۹۰) تنه د دوکتورا، ( ۴۵۹) تنه د ماسترۍ او (۶۲۹۵) تنه د لېسانس په کچه په زده کړو بوخت دي او پاتې نور يې د بېلابېلو برخو څخه فارغ شوي دي.

يادې څانګې په پاکستان کې د افغان محصلينو د استوګنې، خوراک، د ځوانانو لپاره د تحصلي بورسونو نشتوالی او د پاکستان حکومت له لورې افغان محصلينو ته د ويزې نه ورکول په دغه هېواد کې د افغان محصلينو شته ستونزې بللي.

د مهاجرينو چارو وزارت څانګې په هېواد کې د افغان مهاجرو ځوانانو او فارغانو دوامداره بيا يوځای کېدلو او د شته ستونزو د کمولو په موخه د لوستو مهاجرو ځوانانو او فارغانو ترمنځ د ګډو فرهنګي پروګرامونو د جوړېدو وړانديز وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۱:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر له پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې له څو تنو پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې راغلو حاضرینو او مشرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

له څلورو موسسو سره د شاوخوا ۲۰میلونو افغانیو او لسګونو زرو ډالرو پر ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کوار، د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټه، بشري خیریه او د کلیو بیا رغونې پرمختیايي برنامې موسسو سره د ۱۹ میلیونو ۹۴۳ زره ۹۳۸ افغانیو او ۶۰. . .

بېرته خبرونه ته