د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر او ورسره مل پلاوي د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۲۰:۲۹
-

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن او ورسره مل پلاوي د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني او د هغه له مرستیالانو سره نن په کابل کې ولیدل
په ناسته کې په پاکستان کې د مهاجرینو په ستونزو خبرې وشوې
د مهاجرینو چارو سرپرست نوموړي ته له ښه راغلاست وروسته وویل، په افغانستان د بهرنیو یرغلونو او جګړو له امله د افغانستان پاکستان دواړه ولسونه زیانمن شوي، پاکستاني ولس له ٤٠ کالو زیات د افغانانو کوربه توب کړی مونږ یې منندوی یو، دغه میلمه پالنه باید اوس په اوبو لاهو نشي او مهاجرینو ته وخت ورکړل شي، ترڅو په خپله خوښه او تدریجي توګه هېواد ته راستانه شي
مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد افغانستان ته د نوموړي راتګ یو نیک اقدام او د دواړو هېوادونو په ګټه وباله او له پاکستاني علماو یې وغوښتل، چې د خپل دیني او شرعي مسؤلیت له مخې د مهاجرینو غږ اوچت او په دغه هېواد کې له دوی سره د کېدونکي ناوړه چلند مخه ونیسي
په ناسته کې مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي هم خبرې وکړې، نوموړي وویل، تېر څه باندې ٤٠ کاله مهاجرینو په پاکستان کې د خپل هېواد په څېر وخت تېر کړی او هیچا ته یې زیان نه ده رسولی، هیله مند یو چې په پای کې هم افغانان په خوښه او ښو خاطرو سره افغانستان ته راستانه شي
ښاغلي مولانا فضل الرحمن وویل، زمونږ افغانستان ته د راتلو هدف هم دا دی، چې په ستونزو وغږېږو او د حل لپاره یې په ګډه هڅې وکړو، نوموړي وویل، د مهاجرینو په زوره ویستلو سره ددوی انساني حقونه هم ترپښو لاندې کېږي، په دې هکله مونږ پخوا هم غږ پورته کړی او اوس مو هم هڅې کړي دي، نوموړي وویل په دغه موضوع کې مونږ د اسلامي امارت سره پوره همغږي او ملاتړي یو

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته