د وزارت مسلکي مرستیال زابل کې د یو روغتیايي مرکز د کاري بهیر څارنه وکړه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۸:۵۵
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد زابل ولایت ته په خپل سفر کې په دغه ولایت کې د روغتیايي مرکز د کاري بهیر څارنه وکړه.
دا روغتیایي مرکز د زابل ولایت د مرکز اړوند د باباګګ په کلي کې دی، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د ٣سوه ۸ زره امريکايي ډالرو په ارزښت پیل شوی دی.
په دې څارنه کې د دغه ولایت ځینو سیمه ییزو مسولینو هم ګډون کړی و او ښاغلي راشد د دې روغتیایي مرکز پر معیاري کېدو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

بېرته خبرونه ته