د وزارت مسلکي مرستیال د کندز شير خان بندر وکاته

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۸:۲۳
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د هېواد شمال ته د خپل سفر په دوام کندز ولایت ته لاړ او هلته یې شیرخان بندر وکاته.
 ښاغلي راشد د دې سفر په لړ کې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له قومي مشرانو سره هم وکتل او د بې ځایه شویو او راستنېدونکو د ستونزو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
 د وزارت مسلکي مرستیال د دغې ولسوالۍ د قومي مشرانو د ستونزو له اورېدو سره هغوی ته په راتلونکي کې د حل ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته