د وزارت مسلکي مرستیال د سمنګان ولايت له والي سره وکتل

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۵:۵۳
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د سمنګان ولایت له والي الحاج ملا شعیب رسولي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د راستنېدونکو او بېځايه شويو د ستونزو ته پر رسېدنې خبرې وکړې.
د سمنګان والي ښاغلي راشد ته په دې برخه کې د ښې رسېدنې په موخه د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.
د وزارت مسلکي مرستیال د سمنګان د والي د همکارۍ ستاینه وکړه او په دغه ولایت کې یې راستنو شویو او بې ځایه شویو کورنیو ته پر ښې رسېدنې ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د شهیدانو د یوې کورنۍ یو غړي د مهاجرینو چارو وزیر سره وکتل


 په لوګر ولایت کې د یوې کورنۍ د پنځو شهیدانو پلار مولوي ګل یمین د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني سره وکتل او اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه یې وکړه.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۵:۲۲
Background image

د مهاجرینو وزارت مسلکي معین د فاریاب ولایت امنیه قوماندان سره وکتل

د مهاجرینو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد، د فاریاب ولایت امنیه قوماندان ملا سراج الدین احمدي سره وکتل.
دغه لیدنه چې د فاریاب امینه قوماندان په کاري دفتر کې وشوه، مسلکي معین د. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۲۸
Background image

د پاکستان سفیر د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل

په کابل کې د پاکستان سفیر ښاغلي عبیدالرحمن نظاماني د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره د هغه د کار په دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې په پاکستان کې. . .

بېرته خبرونه ته