د وزارت مسلکي مرستيال هلمند ولايت ته سفر وکړ

د مهاجرينو چار وزارت مسلکي مرستيال او د استوګنې د مؤقتې کمېټې رييس مولوي عبدالرحمن راشد د ليندۍ په ٢مه هلمند ولايت ته سفر وکړ.
ښاغلي راشد د دغه ولايت له والي او ولايتي مسؤلينو سره د ګاونډي هېواد څخه داجباري راستنېدونکو ستونزوته د لاسرسي پرڅرنګوالي خبرې وکړې.
مسلکي مرستيال د مؤسسو او سکتوري ادارو ترمنځ د همغږيو د رامنځته کولو، د مهاجرينو د ښارګوټو د غصب او د مهاجرينو د دايمي ځای پرځای کېدو په برخه کې د سيمه ييزو مسؤلينو څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.
د هلمند ولايت ولايت والي د همکارويو په برخه کې د ډاډ ورکړ، همدارنګه مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د غازي ايوب خان د مهاجرينو ښارګوټي کې د اجباري راستنېدونکو د مؤ قتي کمپ څخه هم ليدنه وکړه او راستنېدونکو سره یې د خدماتو په وړاندې کولو او دستونزو پر حل خبرې وکړې.