د وزارت د مسلکي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی بغلان ته لاړ

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۲۰:۲۴
-
 
 
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال الحاج عبدالرحمن راشد په مشرۍ یو پلاوی بغلان ولایت ته لاړ.
د دې سفر موخه د ولایتونو د مهاجرینو ښارګوټو ستونزو کتنه، د دایمي حللارو موندنه، د همکارو موسسو د مرستو راټولونه او د کړنو او فعالیتونو ارزونه ده.
ښاغلي راشد په دې سفر کې د بغلان ولایت د مهاجرینو چارو رییس محمد ابراهیم عمري سره لیدنه وکړه، د دغې ادارې کړنې یې وارزولې، هلته د ورستیو طبیعي پېښو په پار یې غمشریکي څرګنده کړه او لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې.
د بغلان د مهاجرینو رییس وویل: تل هڅه او هاند کوو، چې راستنېدونکو ته په غوره او اسانه ډول خدمتونه وړاندې کړو.
ټاکل شوې ده، چې مسلکي مرستیال د شمال نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي او د هغوی کړنې او ستونزې له نږدې وویني.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته