د وزارت د ستراتیژۍ د طرحې د نهايي کولو په موخه غونډه وشوه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۴:۹
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنځه کلنې ستراتیژۍ د طرحې وروستۍ غونډه د دغه وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د یو شمېر مرکزي رییسانو په حضور کې جوړه شوه. په غونډه کې د وزارت مسلکي معین د هغې د بیا کتنې او نهايي کولو په موخه وویل: د راتلونکو پنځو کلونو لپاره باید یوه داسې ستراتیژي ترتیب او جوړه شي، چې ټولو اړخونو ته د منلو وړ وي. د مهاجرینو وزارت مرکزي ریيسانو د یادې موضوع په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړل.
د وزارت د ستراتیژۍ مسوده د وزارت د مقام په لارښوونه او د ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو تخنیکي نظرونو  ته په کتو سره د ۱۴۰۳ څخه تر ۱۴۰۷ کلونو لپاره به ډېر ژر بشپړه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته