د وزارت اداري ناسته وشوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۵:۴۶
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اونیزه اداري ناسته د مالي او مسلکي مرستیالانو په شتون کې د رییسانو او مسولینو په ګډون وشوه.
ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي کلیم الرحمن په مشرۍ، د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، چې د پخوانیو مسایلو د تعقیب، همکارۍ، همغږۍ او د مرکزي ریاستونو ترمنځ د ښې فضا د رامنځته کولو او ورته مسایلو په اړه پکې خبرې وشوې.
مالي او اداري مرستیال ښاغلي کلیم الرحمن د ډیرو بنسټي کارونو د بډایه کولو په موخه مسولینو ته د سمو، اغېزناکو او ګړنديو اجراتو لازمې سپارښتنې وکړې.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته