د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د مرستو راټولولو په موخه ناسته وشوه

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۳۵
-

 

د مهاجرینو چارو وزارت د مرستو د همغږۍ په ریاست کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د مرستو د راټولولو په موخه د همکارو بنسټونو له استازو سره ګډه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د مهاجرت نړيوال سازمان، د ناروې مهاجرت شورا، د ډنمارک مهاجرت شورا، د ژغورنې نړيوالې کمېټې او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ کوونکي دفتر استازو شتون درلود او د لا زياتو مرستو د راټولولو په اړه يې څرګندونې وکړې.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مرستو د همغږۍ رییس شیخ عبدالرحمن رحماني وویل: په همغږۍ او تفاهم سره کولای شو خپلې موخې ته چې هغه له اړمنو سره مرسته ده ورسېږو.
هغه زیاته کړه، د ولس غوښتنه عدالت او انصاف دی او باید په عمل کې یې څرګنده کړو.
د یادو بنسټونو استازو د دې ناستې کولو موخه له مستحقو خلکو سره مرسته وګڼله او ويې ويل، اړمنو ته دې لومړيتوب ورکړل شي او د ستونزو په حل، د بې ځايه شويو او راستنېدونکو د سروې او پېژندنې په برخه کې دې موخې مشترکې وي.
دوی په راتلونکي کې د نننۍ ناستې د موخو د ترلاسه کولو په موخه د لا زیاتې همکارۍاو همغږۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته