د نيپال څخه دوه کورنۍ په خپله خوښه هېواد ته راستنې شوې

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۱۰:۱۱
-

د مهاجرينوچارو وزارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازو د کابل په هوايي ډګر کې له نيپال څخه د دوو راستنو شوو کورنيو هر کلی وکړ.

حفيظ الله او مرتضی، چې د کندهار ولايت اصلي اوسېدونکي دي، په خپله خوښه له نيپال څخه د خپلو کورنيو له غړو سره ، چې (۹) تن کېږي هېواد ته راستانه او سې شنبه د مرغومي په (۲۰) د کابل هوايي ډګر ته ورسېدل.

دغه کورنۍ اته کاله په نيپال کې مهاجرې وې او وايي، چې اوسمهال مو په هېواد کې امنيت دی پرېکړه مو کړې چې همدلته و اوسېږو او د امنيت په اړه کومه اندېښنه نه لرو.

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند عبدالمطلب حقاني د يادو کورنيو د کړنو مننه وکړه اوله نورو افغان مهاجرو يې غوښتنه وکړه، چې خپل هېواد ته راستانه شي او له خپلو علمي او مسلکي وړتياوو څخه په استفادې د هېواد په ابادۍ او سمسور تيا کې ونډه واخلي.

هغه زياته کړه،د مهاجرينو چارو وزارت د يادو کورنيو د اړتياوو په نظرکې نيولو سره له دوی سره مرسته او همکاري کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۱:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر له پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې له څو تنو پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې راغلو حاضرینو او مشرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

له څلورو موسسو سره د شاوخوا ۲۰میلونو افغانیو او لسګونو زرو ډالرو پر ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کوار، د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټه، بشري خیریه او د کلیو بیا رغونې پرمختیايي برنامې موسسو سره د ۱۹ میلیونو ۹۴۳ زره ۹۳۸ افغانیو او ۶۰. . .

بېرته خبرونه ته