د ننګرهار د مهاجرینو رییس د مهاجرینو چارو وزارت مالي مرستیال سره وکتل

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۵:۴۹
-

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو رییس حاجي باز محمد عبدالرحمن سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو رییس د دې ادارې کړنې او فعالیتونه د وزارت مالي مرستیال سره شریک کړل.
مالي او اداري مرستیال د دې ادارې د کړنو له اورېدو وروسته د چارو د ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې ورته وکړې او د کاري بهیر پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۳۶
Background image

تېره میاشت لسګونو زرو کسانو سره د سلګونو میلیونو افغانیو په ارزښت مرستې وشوې

تېره میاشت د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې له ۸۵ زره ۷۴۷ تنو بېځایه شویو، راستنو شویو او کوربه ټولنو سره د ۳۴۴ میلیونه ۶۲۹ زره ۸۷۳ افغانیو په ارزښت مرستې وشوې.
دغه مرستې، چې نغدي، خوراکي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۳
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د ګډو برنامو د پیاوړتیا په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شول

د خدمتونو او همغږۍ پیاوړتیا په موخه له اداره باز سازي دهات افغانستان، واسا موسسو او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ترمنځ د ۲۵ میلیونو ۴۵۹ زره ۸۱۲ افغانیو په ارزښت د همکارۍ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو وزارت معین په کاري چاپېریال کې له حسد او کینې څخه پر لریوالي ټینګار وکړ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني په کاري فضا کې له حسد او کینې پر لریوالي، همدردۍ او د همکارۍ روحیې پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
ښاغلي فاني د. . .

بېرته خبرونه ته