د مهاجرینو چارو وزیر: راسپارل شوي مسؤولیتونه باید په غوره طریقه سر ته ورسوو

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۳:۴۴
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ولایتي رئیسانو او مستقلو آمرینو ته د روزنیز ورکشاپ په پیل غونډه کې ددغه وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمان حقا ني وویل: په دغه ورکشاپونو د بیت المال او د ولس پیسې مصرفیږي او که مونږ ښه استفاده ترې ونکړو نو د الله او ولس پروړاندې به مسؤول یو

نوموړي زیاته کړه، الله تعالی مونږ او تاسو ته ژوندي روحونه راسپارلي، ډېرې کونډې، یتیمان، بې وزله او بې ځایه شوي خلک مونږ او تاسو ته په تمه دي، دلته مونږ او تاسو د یوه مسؤلیت له مخې راغونډ شوي یو او له فرصت څخه په ګټه اخستنې باید د خدمت ټول مراجع او مواضع معلوم کړو

نوموړي له ټولو مسؤولینو وغوښتل، خپل کاري راپورونه باید وخت په وخت له وزارت سره شریک کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

بېرته خبرونه ته