د مهاجرینو چارو وزیر د کابل د مختلفو ناحیو له علماو سره ولیدل

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۸:۳۹
--

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د کابل ښار د مختلفو ناحیو له علماو او د دیني مدرسو له مهتممینو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

په دغه ناسته کې یادو علماو د مسجدونو او مدرسو ستونزې له حقان ي صیب سره شریکې کړې

نوموړي ډاډ ورکړ، چې دغه ټول مشکلات به له اړونده جهتونو سره شریک کړي او په حل کې به یې جدي همکاري وکړي

ښاغلي حقان ي د مدرسو په استقلال، امنیت او ملاتړ ټینګار وکړ، او ویې ویل، چې ا. ا. ژمن دی، چې مدرسې معیاري کړي او د خلکو له احتیاجه یې خلاصې کړي .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۱:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر له پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې له څو تنو پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې راغلو حاضرینو او مشرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

له څلورو موسسو سره د شاوخوا ۲۰میلونو افغانیو او لسګونو زرو ډالرو پر ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کوار، د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټه، بشري خیریه او د کلیو بیا رغونې پرمختیايي برنامې موسسو سره د ۱۹ میلیونو ۹۴۳ زره ۹۳۸ افغانیو او ۶۰. . .

بېرته خبرونه ته