د مهاجرینو چارو وزیر د پکتيا ولایت د مهاجرینو ریاست څخه لیدنه وکړه

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۲۰:۸
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د پکتیا ولایت د مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه او د مرستو د وېش په روڼتيا او چټکتيا يې ټينګار وکړ.
ښاغلي حقاني د رياست ټولو کار کوونکوته سپارښتنه وکړه، چې مراجعينو سره دې د اسلامي شريعت مطابق  نيکه رويه وکړي، خپل فعاليتونه او کړنې دې په شفافه او عادلانه توګه تر سره کړي
  هغه همداراز د مهاجرينو چارو رييس ته لارښوونه وکړه، چې ملي او نړیوالو مرستندیه بنسټونه دې د مهاجرينو چارو وزارت سره د لاسلیک شوي هوکړه ليک له مخې راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنیو سره بشري مرستې د مهاجرينو چارو ریاست تر څارنې لاندې په ګډې همکارۍ او همغږۍ ووېشي او  اداري لګښتونه يې باید کنټرول شي، کومې پیسې چې د مهاجرينو لپاره ځانګړي شوي باید پر دوی ووېشل شي، هېڅ موسسه حق نه لري چې په خپل سر د کورنیو سروې وکړي سروې بايد د مهاجرينوچارو ریاست سره په همغږۍ تر سره شي.
په پای کې د پکتيا ولایت د مهاجرينو چارو رييس مفتي حبیب الله شهزاده د یاد ریاست د فعالیتونو او تر سره شوو کړنو په اړه د  مهاجرينو چارو وزیر ته معلومات وړاندې کړل او ستونزې يې ورسره شریکې کړې

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۳
Background image

د کابل د کډوالو چارو ریاست ته نوی رییس وپېژندل شو

د افغانستان اسلامي امارت رهبر عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ د کار او ټولنیزو چارو وزارت پخوانی معین ښاغلی مولوي دین محمد حقبین د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست د نوي رییس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

په کډوالو وزارت کې له همکاهنګي کمک های بشري موسسې سره د ۸۵ زره ۴۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به یاد شمېر پیسې د نغدي مرستو وېش او په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر ښاغلي جنک اونال سره په کابل کې د هغه د دندې پای ته رسېدو له امله د مخې ښې لیدنه وکړه

په ناسته کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنک اونال د خپل کاري ماموریت په موده کې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د همکاریو او لیدنو له امله خوښي څرګنده کړه او د افغان ولس له مېلمه پالنې او. . .

بېرته خبرونه ته