د مهاجرینو چارو وزیر د بامیان د مهاجرینو آمریت له کار کوونکو سره ولیدل

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۱۰:۱۶
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني او ورسره مل پلاوي د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي محمود الحق د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مفتي عبدالمطلب حقاني د بامیان ولایت د مهاجرینو چارو آمريت څخه لیدنه وکړه او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې له نږدې واورېدل
ښاغلي حقاني ددغه ریاست له کارکوونکو سره د ناستې پرمهال په اخلاص، اطاعت، روڼتیا، د کاري بهیر په چټکتیا، له وزارت او ولایتي ادارې سره همغږي، د شریعت پابندي او نورو اړینو اصلاحاتو په رامنځته کولو ټینکار وکړ
د بامیان د مهاجرینو امر مولوي فضل عمر رحماني ښاغلي حقاني ته د آمریت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د چټکتیا او روڼتیا په اړه یې ډاډ څرګند کړ
په پای کې د ریاست کارکوونکو خپلې ستونزې او مشکلات شریک کړل، چې د حقاني صیب له لورې د حل ډاډ ورکړل شو

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته