د مهاجرینو چارو وزیر د افغانستان د شیعه علماوو شورا د دارالانشاله رییس سره ولیدل

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۸:۱۷
-

د مهاجرینو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د افغانستان د شعیه علماوو شورا  د دارالانشا له رییس سید حسین عالمي بلخي سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي بلخي د هېواد په یو شمېر سیمو کې د بېځایه شوو شیعه اتباعو او راستنېدونکو ستونزې مطرح کړې او د حل په برخه کې یې د مهاجرینو  چارو وزارت څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.
د مهاجرینو چارو وزیر وویل، افغانستان د دې خاورې د ټولو اوسیدونکو ګډ کور دی او اسلامي امارت د ټولو افغانانو د ستونزو د هواري مسولیت پر غاړه لري.
حقاني د مهاجرینو او راستنېدونکو لپاره د مهاجرینو چارو وزارت د پروګرامونو د يادونې پر مهال خلکوته ته پروخت د ستونزو پر حل ټينګار وکړ او ډاډ يې ورکړ چې د مرستو د وېش او سروې چارې به په  شفاف ډول تر سره شي او له هرډول  فساده څخه به  پاکې وي او په دې برخه کې به تر خپلې وسې هڅه کوو تر څو د ټولو راستنېدونکو او بېځايه شوو شته ستونزې حل او اړمنو او مستحقو کورنیو ته مرستې ورسېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته