د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په نیمروز ولایت کې له پرمختیايي پروژو څخه څارنه وکړه
![-](/sites/default/files/2024-12/468810609_595664009493388_6849316255828917897_n.jpg)
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نیمروز ولایت ته د خپل سفر پر مهال په دغه ولایت کې د ۳ پرمختیايي پروژو څخه څارنه وکړه.
يادې پرمختيايي پروژې چې یوه د ښوونځي ودانۍ، چې ۱۶ ټولګي لري او دوه روغتیايي مرکزونه دي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته ٨٩٦٢٠١ امريکايي ډالرو په لګښت د WAW له لوري یې د تطبیق چارې پر مخ بیول شوې دي، د دې ولایت په مرکز او دلارام ولسوالۍ کې د یاد ولایت مهاجرینو ریاست تر څارنې لاندې جوړې شوې دي.
ښاغلي راشد د دغو پروژو د لا ښه کیفیت په اړه مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.