د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال کندهار کې د ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو د کاري بهیر لیدنه وکړه

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۴۳
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد کندهار ولایت ته په خپل سفر کې د شپږو ښوونځیو او درېو روغتیايي مرکزونو د کاري بهیر لیدنه او څارنه وکړه.
دغه ښوونځي او مرکزونه د کندهار ولايت په بېلابېلو ناحیو کې دي، چې د مهاجرینو وزارت د هوکړه لیکونو پر بنسټ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د درې ميليونه ١٥ زره او ٩٤ امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي او ټاکل شوې، چې تر بشپړېدو وروسته به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه راز ښاغلي راشد په کندهار ولایت کې د ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو پر معیاري کېدو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل.
په پیل کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د شمالي ولایتونو د وضعیت په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د تلې په ۳۰مه د دغه هېواد د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو . . .

بېرته خبرونه ته