د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د (UNHCR) موسسې له رئیس سره وکتل

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۳
-

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي د افغانستان لپاره د کډوالو عالي کمشنرۍ (UNHCR) له رئیس ښاغلي لیونارد زولو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
په دغه ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت او یونیسیار ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو (PPA) پروژې هوکړه لیک په ستونزو او ۲۰۲۳ م کال د ګډو همکاریو په اړه خبرې وشوې
ښاغلي زولو د مهاجرینو چارو وزارت همکاري د خپلې ادارې لپاره مهمه وبلله او د ګډو همکاریو په تېرو کړنو یې خوښي څرګنده کړه، نوموړي وویل، د مهاجرینو چارو وزارت چلند ډېر مسلکي دی او ډېرو خبرو ته چې زمونږ پام نه وي دوی مو ورپام کوي
ښاغلي خروټي وویل: ملګري ملتونه او په ځانګړي ډول د کډوالو اداره باید خپل باور وساتي او بشري مرستې له سیاست سره ونه تړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۲۱:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر له پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې له څو تنو پخوانیو جهادي مشرانو او د تېرې ادارې له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې راغلو حاضرینو او مشرانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۵:۱۸
Background image

له څلورو موسسو سره د شاوخوا ۲۰میلونو افغانیو او لسګونو زرو ډالرو پر ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له کوار، د افغان ماشومانو لپاره د المان کمېټه، بشري خیریه او د کلیو بیا رغونې پرمختیايي برنامې موسسو سره د ۱۹ میلیونو ۹۴۳ زره ۹۳۸ افغانیو او ۶۰. . .

بېرته خبرونه ته