د مهاجرینو وزیر: راځئ چې دینې زده کړې له ټولو حقوقو سره زده کړو

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۰:۰
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د دې وزارت په مسجد کې د اسلام مبارک دین ارشاداتو ته په اشارې سره وویل: شکر دی، چې مسلمانان یو او الله (ج) د لمانځه کولو توفیق راکړی، چې په ادا کولو سره یې په دنیا او اخرت کې بریا ته رسیږو.
ښاغلي حقاني په خبره: په لمانځه کې باید خاکساري او عاجزي ولرو او دیني زده کړې له ټولو حقوقو سره زده کړو. که چېرې زموږ لمونځونه سم وو؛ زموږ ټولې چارې به سمې وي او که چېرې لمونځونه مو غلط وو؛ ټولې چارې به مو شاته پاتې وي.
نوموړي همداراز زیاته کړه: اکبر جهاد دې ته وايي، چې اسلامي احکام پر خپل ځان او کورنۍ پلي کړو.
حقاني په لاښه بڼه د عبادت پر کولو، الهي احکامو ته پر غاړه اېښودلو او په خپلو دندو کې صادقانه اوسېدلو باندې ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته