د مهاجرینو وزارت پلاوي د بلخ ولایت د مهاجرینو ریاست څخه لیدنه وکړه

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۵:۴۷
ـ

د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په مشرۍ د مهاجرين چارو وزارت پلاوي د بلخ  ولایت د مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه او ددغه  ولایت د ریاست د کارکوونکو، بېځايه شوو، راستنېدونکو او اړمنو ستونزې او ننګونې یې واورېدې.

  ښاغلي راشد وویل، بلخ ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې  د تېرو جګړو، ناامنیو او طبيعي پېښو له امله ورته د بلابېلو ولایتونو او سيمو څخه زيات شمېر مهاجر راکډه شوي، لله الحمد اوس مهال په ټول هېواد کې سوله او امنیت دی او د ملي او نړیوالو مرستندیه بنسټونو مو داغوښتنه ده،چې په نږدې او لېرو پرتو ولسوالیوکې په ډاډه زړه  راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمنو کورنیو سره د مهاجرينو چارو ریاست تر څارنې لاندې په ګډې همکارۍ او همغږۍ بشري مرستې ووېشي.

 هغه همدا راز د رياست ټولو کار کوونکو ته لارښوونه وکړه، چې مراجعينو سره دې د اسلامي اوانساني همدرۍ له مخې نيکه رويه وکړي، خپل فعاليتونه او کړنې دې په شفافه او عادلانه توګه تر سره کړي او مرستندویه بنسټونه دې، دې ته وهڅول شي چې بېځايه شو او اړمنو کورنیو سره خپلې بشري مرستې لا زیاتې کړي ترڅو ټولې مستحقې کورنۍ دمرستو څخه برخمنې شي.

په پای کې د بلخ ولایت د مهاجرينو چارو رييس مولوي اسد الله وفا د یاد ریاست د فعالیتونو او تر سره شووکړنو په اړه د وزارت پلاوي ته معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان. . .

بېرته خبرونه ته