د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په یوه ګډه ناسته کې د کاپیسا له والي قاري احسان الله بریال او په تورخم کې د مهاجرینو چارو له امر بخت جمال سره وکتل.

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۲:۳۰
_
د ناستې په پیل کې قاري احسان الله بریال، کاپیسا ته د ورستنو شوو د وضعیت په هکله محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل او په یاد ولایت کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي د پاتې کارونو د بشپړېدو غوښتنه وکړه.
د ناستې پر دوام د کاپیسا والي په دغه ولایت کې د مهاجرینو چارو ته د رسیدنې په موخه خپل وړاندېزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
همدارنګه په تورخم کې د مهاجرینو د چارو امر فرضي ګرښې ته څرمه او په عمري پنډغالي کې راستنو شوو کډوالو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو اړوند معلومات له محترم وزیر سره شریک کړل او یادونه یې وکړه، چې کډوالو ته د اړتیا وړ ډېرې اسانتیاوې د اسلامی امارت او یو شمېر نورو اړوندو بنسټونو لخوا وړاندې کېږي.
ښاغلي بخت جمال زیاته کړه، چې له پاکستان څخه د کډوالو د جبري ایستنې په لړۍ کې کمښت راغلي او همدارنګه د پاکستان له حکومت څخه د راستنېدونکو شکایتونه هم کم شوي دي.
په توخم کې د کډوالو امر د یو شمېر ستونزو د هواري په موخه خپل وړاندیزونه له محترم وزیر سره شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر راستنېدونکو افغانانو ته د خدمت او د هغوي د ستونزو په حل کې اسلامي امارت د چارواکو او اړوندو نړیوالو ادارو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو سره د اسلامي امارت خبرو مثبتې پایلې لرلې چې د کډوالو پر وړاندې ناسم چلند کم شوی دی.
د محترم وزیر په وینا چې له اړوندو ادارو سره په ګډه به د کاپیسا په ولایت کې د کډوالو د ښارګوټي ستوتزې هوارې شي او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت د ښارګوټو موضوع په جدیت څاري.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې د ملګرو ملتونو په ګډون له نړیوالو اداره سره ناستې شوې او تمه ده چې راستنو شوو ته لاډېر خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال محترم انجنیر مجیب الرحمن عمر اخندزاده سره وکتل.
په دغې لیدنه کې راستنو شویو ته په ښارګوټو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۲۰
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د ښوونیزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه. د دغې برنامې موخه د ښوونیزو اړتیاوو لومړیتوب ټاکل او د یاد وزارت د کارکوونکو د. . .

بېرته خبرونه ته