د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د اهل تشیع د علماو شورا له دوو تنو غړو او د نیمرزو ولایت له مرستیال والي سره وکتل.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۱:۵
_
د پیل په ناسته کې استاد محمد اکبري او ښاغلي نعمت الله غفاري د اسلامي امارت لخوا له راستنېدونکو هېوادوالو سره شوې همکارۍ او مرستې وستایلې او هغه یې بېسارې یادې کړې.
استاد محمد اکبري وویل، چې له راستنېدونکو سره شوې مرستې د لنډ مهال لپاره کافي دي، خو د دایمي مېشت کېدو لپاره د استوګنې ښارګوټو او لاډېرې مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه، افغان ولس تر خپله توانه له راستنېدونکو سره مرستې کړې دي او علمأ کرام افغان سوداګر او پانګوال راستنو شوو هېوادوالو ته د کار موندنې او د هغوی د لاس نیوي په موخه هڅوي.
د ناستې پر دوام استاد محمد اکبري او ښاغلي نعمت الله غفاري په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو او د راستنو شوو یو لړ موضوع ګانې له محترم وزیر سره شریکې کړې.
همدارنګه په بله ناسته کې د نیمرزو ولایت مرستیال والي مولوي تورجان احمدي په یاد ولایت کې د راستنو شوو په اړه معلومات او وروستۍ ارزونه له محترم وزیر سره شریکه کړه او وې وویل، چې په نیمروز کې د اسلامي امارت د ادارو لخوا راستنو شوو ته اړین خدمات وړاندې کېږي او په وخت یې ستونزو ته رسیدنه شوې ده.
ښاغلي احمدي، پولې ته څرمه د ایران په خاوره کې د افغان کډوالو شکایتونه او اندېښنې له محترم وزیر سره شریکې کړې او دغه راز وړاندېز یې وکړه، چې په نیمرزو کې دې راستنو شوو ته د کار موندنې هڅې وشي او دې برخه ته چمتو شوې څو طرحې یې له محترم وزیر سره شریکې کړې.
محترم مولوي عبدالکبیر د ناستو په لړ کې راغلو ته ښه راغلاست وویل او له اسلامي نظام سره یې د علماوو او ولس همکارۍ وستایلې.
محترم وزیر د پیل په ناسته کې وویل، چې اسلامي امارت د مسوول حکومت په توګه په کور دننه او د کډوالو په کوربه هېوادونو کې د افغانانو پوښتنه کړې او له هرې ممکنې لارې د راستنېدونکو او افغان مهاجرینو ستونزو ته رسیدنه کېږي.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې له ایران څخه د راستنو شوو افغانانو د شتمنۍ د حصول پر چارو کار روان دی او وې ویل، چې اسلامي امارت به د راستنو شوو غوښتنو ته رسیدنه وکړي.
همدارنګه محترم وزیر په نیمروز ولایت کې د راستنېدونکو هېوادوالو د لړۍ د ښه مدیریت له امله د هغه ولایت د مسوولینو هڅې وستایلې او یادونه یې وکړه، چې شوو وړاندېزونو ته به له ممکنو لارو رسیدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته